عَلَى الْعَقِيقِ اجْتَمَعْنَا
په عقیق کې سره راټول شو
Ps
عَلَى الْعَقِيقِ اجْتَمَعْنَا
نَحْنُ وَسُودُ الْعُيُونِ
د عقیق په دره کې سره یو ځای شوو
موږ او هغه تور سترګي
مَا ظَنِّ مَجْنُونَ لَيْلَى
قَدْ جُنَّ بَعْضَ الْجُنُونِ
د لیلا د مجنون په اړه څه ګومان کوئ؟
هغه خو یوازې یو څه لیونی شوی و
فَيَا عُيُوني عَيَوْنِي
وَيَا جُفُونِي جَفَوْنِي
اې زما سترګو، تاسو زه ستړی کړم
او اې زما بڼو، تاسو رانه جفا وکړه
وَيَا قُلَيْبِي تَصَبَّرْ
عَلَى الَّذِي فَارَقُونِي
اې زما تنکي زړه، ته صبر وکړه
پر هغو خلکو چې له ما جلا شول
فَارَقْتُهُمْ يَوْمَ الاِثْنَيْنِ
صُبْحَ الثَّلَاثَا وَاحِشُونِي
د ګل په ورځ ترې جلا شوم
د نهې په سهار مې زړه ورپسې تنګ شو
هُمْ سَادَةٌ خَلَّفُونِي
أَبْكِي دَماً مِنْ عُيُونِي
هغوی نجیبه مشران ول چې زه یې پرېښودم
چې له سترګو مې د وينې اوښکې بهیږي
بَكَيْتُ حَتَّى رَثَانِي
الْطَّيْرُ فَوْقَ الْغُصُونِ
ما دومره وژړل چې حتا مرغانو
د څانګو پر سر راباندې ویر وکړ
بِاللهِ إِنْ مُتُّ شَوْقاً
بِأَدْمُعِي غَسِّلُونِي
په خدای قسم که زه له ارمان مړ شوم
نو ما په خپلو اوښکو غسل کړئ
نُوحُوا عَلَيَّ وَقُولُوا
هَذَا قَتِيلُ العُيُونِ
پر ما ویر وکړئ او ووایئ
چې دا د هغو سترګو قرباني دی
مَا زِلْتُ حَوْلَ الْمَطَايَا
أَقُولُ بِاللهِ احْمِلُونِي
زه لا هم د سپرلۍ د څارویو شاوخوا ګرځم
او وایم په خدای مې یوسئ
إِلَى مَنَازِلِ قَوْمِي
سَارُوا وَمَا وَدَّعُونِي
زما د قوم تر مېنو او کورونو پورې
هغوی لاړل او رخصت یې وانخیست
رُوحْ يَا رَسُولِي إِلَيْهِمْ
سِرْعاً وَقَبِّلْ يَدَيْهِمْ
اې زما استازیه، ورشه هغوی ته
په بیړه لاړ شه او لاسونه یې ښکل کړه
وَاقْرَأْ سَلَامِي عَلَيْهِمْ
لَعَلَّهُمْ يَقْبَلُونِي
زما سلام ورته وړاندې کړه
شاید چې هغوی ما قبول کړي
جَانِي الْرَّسُول وَهُوَ يَضْحَكْ
وَقَالَ أَبْشِرْ بِصُلْحِكْ
استازی مې په خندا بېرته راغی
ویې ویل زېری دې وي چې پخلا شول
وَحَيَاةِ عَيْشِكَ وَمِلْحِكْ
هُمْ بِالوِصَالِ وَاعَدُونِي
ستاسو د نمک او ډوډۍ د حق په قسم
هغوی له ما سره د وصال وعده وکړه