صَفَتِ النَّظْرَهْ
نظر صفا شو
Ps
Ps
صَفَتِ النَّظْرَهْ طَابَتِ الْحَضْرَةْ
جَاءَتِ الْبُشْرَى لِأَهْل اللهِ
نظر صفا شو او مجلس پاکیزه شو
د الله اهل ته زېری راغی
قَامُوْا سُكَارَى لِذِي الْبِشَارَه
جَعْلَوْا عِمَارَهْ شُكْراً لِلّهِ
لکه مستان راپاڅېدل په دې زېري باندې
د الله د شکر لپاره يې مجلس اباد کړ
أَيُّهَا الْحَاضِرْ اُذْكُرْ وَذَاكِرْ
إِيَّاكَ تُنْكِرْ حَالَ أَهْلِ اللهِ
اې حاضر کسه! ياد لره او ذکر کوه
پام کوه چې د الله د خلکو له حاله انکار ونه کړې
فَسَلِّمْ لَهُمْ فِيمَا عَرَاهُمْ
وَاعْلَمْ أَنَّهُمْ غَابُوْا فِي اللهِ
دوی ته تسليم شه په هغه څه کې چې پرې راځي
او پوه شه چې دوی په الله کې فنا شوي دي
فَالْوَجْدُ بِهِمْ دَاعِيْ يَدْعِيْهِمْ
يَطْرَأْ عَلَيْهِمْ فِيْ ذِكْرِ اللهِ
ځکه وجد دوی ته یو بلونکی دی چې بولي يې
پر دوی باندې راځي د الله په ذکر کې
وَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيَتَوَاجَدْ
قَصْداً يَتَعَرَّضْ لِفَضْلِ اللهِ
او چا ته چې وجد نه وي، هغه دې د وجد هڅه وکړي
ترڅو په نیت سره د الله فضل ته مخامخ شي
هَكَذَا قَالُوْا وَلِذَا مَالَوْا
وَلَقَدْ غَالُوْا فِي ذِكْرِ اللهِ
دوی داسې وويل او ځکه خو جړقېدل
او په رښتیا چې د الله په ذکر کې ډېر وړاندې لاړل
حَتَّى قَدْ ظَنَّا مَنْ لَيْسَ مِنَّا
أَنَّا جُنِنَّا بِذِكْرِاللهِ
تر دې چې زموږ نه بېګانه خلکو داسې ګمان وکړ
چې موږ د الله په ذکر لېوني شوي يو
هَنِيْئاً لَنَا ثُمَّ بُشْرَانَا
إِنْ كَانَ لَنَا حُمْقٌ فِي اللهِ
نو مبارک مو شه او بیا مو زېری شه
که چېرې زموږ دا بېعقلي په الله کې وي