أَلْفٍ صَلَّى الله عَلَى زَيْنِ الْوُجُودْ
زر ځله درود د الله د هستۍ پر ښکلا باندې
Ps
أَلْفٍ صَلَّى الله عَلَى زَيْنِ الْوُجُودْ
مَنْ سَكَنْ طَيْبَة وَخَيَّمْ في زَرُودْ
د وجود په زینت دې د الله زرګونه درودونه وي
هغه چې په طیبه کې مېشت شو او په زرود کې یې خېمې ودرولې
يَا بُدُورَ الْحَيِّ يَا رَبْعَ الْكِرَامْ
بَلِّغُو ظَبْيَ الْحِمَى مِنِّي السَّلَامْ
اې د کلي سپوږمیو او اې د شریفو خلکو منزله
زما سلام د حرم هوسۍ ته ورسوئ
إِنْ تَهَتَكْنَا عَلَيْكُمْ لَا نُلَامْ
غَلَبَ الْوَجْدُ عَلَيْنَا وَ الْغَرَامْ
که ستاسو په مینه کې رسوا شو موږ مه ملامتوئ
ځکه چې پر موږ وجد او محبت بشپړ غالب شوي دي
لَا يَنَامُ اللَّيْلَ عَاشِقْ مُسْتَهَامْ
إِنَّمَا النَّومُ عَلَى الْعَاشِقْ حَرَامْ
شېفته عاشق هیڅکله ټوله شپه نه ویده کیږي
په حقیقت کې پر عاشق باندې خوب حرام دی
سَادَتِي إِنْ لَمْ تَحِنُّو بِاللِّقَا
مِتُّ وَجْدًا فَلَكُمْ طُولُ الْبَقَاء
زما ساداتو، که تاسو د وصال لورینه ونه کړئ
زه به له شوقه مړ شم، خو تاسو دې تل تر تله پاتې یئ
أَنَا إِنْ لَمْ أَهْوَا غِزْلَانَ النَّقَاء
أَيُّ فَرْقٍ بَيْنَ قَلْبِي وَ الْجَمَادْ
که زه د "الـنقاء" له هوسیو سره مینه ونه کړم
نو زما د زړه او بېساه ډبرې ترمنځ څه توپیر دی؟
آنَسَ اللهُ بِكُمْ أَوْقَاتَنَا
وَسَقَى وَادِيكُمُ فَيْضَ الْغَمَامْ
الله دې زموږ وختونه ستاسو په برکت خوږ کړي
او ستاسو وادي دې د ورېځو په پرېمانه فیض خړوبه کړي