الْمُزْدَوِجَةُ الْحَسْنَاءُ فِي الْاِسْتِغَاثَةِ بِأَسْمَاءِ اللهِ الْحُسْنَى
د الله تعالی په ښکلو نومونو د استغاثې په اړه ښکلې مزدوجہ
Ps
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي تَحَمَّدَا
كَلَّمَ مُوسَى وَاصْطَفَى مُحَمَّدَا
ټول حمد الله لره دی چې د ستاینې وړ دی
چا چې له موسی سره خبرې وکړې او محمد یې غوره کړ
ثُمَّ الْصَّلَاةُ وَالْسَّلَامُ تُهْتَدَى
لِخَيْرِ مُرْسَلٍ هَدَى وَسَدَّدَا
بیا دې درود او سلام د ډالۍ په توګه وي
پر غوره استازي چې هدایت یې وکړ او په حقه پاتې شو
وَالْآلِ وَالْصَّحْبِ وَمَنْ يَهْدِينَا
او د هغه پر آل، اصحابو او پر هغو چې موږ ته لاره ښيي
بِاسْمِ الْإِلَهِ وَبِهِ بَدِينَا
وَلَوْ عَبَدْنَا غَيْرَهُ شَقِينَا
د خدای په نوم، او په هغه مو پیل وکړ
که له هغه پرته مو د بل چا عبادت کړی وی، نو بدبخته به وو
يَا حَبَّذَا رَبًّا وَحَبَّ وَدِينَا
وَحَبَّذَا مُحَمَّدٌ هَادِينَا
څومره غوره رب دی، او څومره مینه او دین دی
او څومره ښه دی زموږ لارښود محمد
لَوْلَاهُ مَا كُنَّا وَلَا بَقِينَا
که هغه نه وای، موږ به نه وو او نه به پاتې وو
الْلَّهُمَّ لَوْلَا أَنْتَ مَا اهْتَدَيْنَا
وَلَا تَصَدَّقْنَا وَلَا صَلَّيْنَا
اې الله! که ته نه وای موږ به لار موندلې نه وه
نه به مو صدقه ورکړې وه او نه به مو لمونځ کړی و
فَأَنْزِلَنْ سَكِينَةً عَلَيْنَا
وَثَبِّتِ الْأَقْدَامَ إِنْ لَا قَيْنَا
نو پر موږ سکون او ډاډ را نازل کړه
او زموږ قدمونه ثابت کړه کله چې له دښمن سره مخ شو
نَحْنُ الْأُ لَى جَاؤُوكَ مُسْلِمِينَا
موږ هغه کسان یو چې ستا حضور ته په تسلیمۍ راغلي یو
وَالْمُشْرِكُونَ قَدْ بَغَوْا عَلَيْنَا
إِذَا أَرَادُوا فِتْنَةً أَبَيْنَا
مشرکانو پر موږ تېری کړی دی
هرکله چې دوی فتنه غواړي، موږ یې نه منو
وَقَدْ تَدَاعَى جَمْعُهُمْ عَلَيْنَا
طِبْقَ الْأَحَادِيثَ الَّتِي رَوَيْنَا
د دوی لښکرې زموږ پر وړاندې راټولې شوې دي
لکه څنګه چې په هغو احادیثو کې وو چې موږ روایت کړي دي
فَارْدُدْهُمُ الْلَّهُمَّ خَاسِرِينَ
نو اې الله! دوی په ښکاره تاوان سره بېرته وګرځوه
اللَّهُ يَا رَحْمَنُ يَا رَحِيمُ
اللَّهُ يَا حَيُّ وَيَا قَيُّومُ
اې الله! اې رحمنه! اې رحیمه!
اې الله! اې حی! اې قیومه!
اللَّهُ يَا قَوِيُّ يَا قَدِيمُ
اللَّهُ يَا عَلِيُّ يَا عَظِيمُ
اې الله! اې قوي! اې قدیمه!
اې الله! اې علي! اې عظیمه!
لَا يَنْبَغِي لِلْظُّلْمِ أَنْ يَعْلُونَا
دا نه ښایي چې ظلم پر موږ برلاسی شي
اللَّهُ يَا لَطِيفُ يَا عَلِيمُ
اللَّهُ يَا رَؤُوفُ يَا حَكِيمُ
اې الله! اې لطیفه! اې علیمه!
اې الله! اې رؤوفه! اې حکیمه!
اللَّهُ يَا تَوَّابُ يَا حَلِيمُ
اللَّهُ يَا وَهَّابُ يَا كَرِيمُ
اې الله! اې توابه! اې حلیمه!
اې الله! اې وهابه! اې کریمه!
هَبْنَا الْعُلَا وَاجْعَلْ عِدَانَا الْدُّونَا
موږ ته لوړ مقام راکړه او دښمنان مو ذلیل کړه
اللَّهُ يَا مَالِكُ يَا مُنِيرُ
اللَّهُ يَا مَلِيكُ يَا قَدِيرُ
اې الله! اې مالکه! اې منیره!
اې الله! اې ملیکه! اې قدیره!
اللَّهُ يَا مَوْلَى وَيَا نَصِيرُ
اللَّهُ أَنْتَ الْمَلِكُ الْكَبِيرُ
اې الله! اې مولا! اې نصیره!
اې الله! ته لوی پاچا یې
لَيْسَ عِدَانَا لَكَ مُعْجِزِينَا
زموږ دښمنان تاته ماتې نه شي درکولی
اللَّهُ يَا شَاكِرُ يَا شَكُورُ
اللَّهُ يَا عَفُوُّ يَا غَفُورُ
اې الله! اې شاکره! اې شکوره!
اې الله! اې عفو! اې غفوره!
اللَّهُ يَا عَالِمُ يَا خَبِيرُ
اللَّهُ يَا فَتَّاحُ يَا بَصِيرُ
اې الله! اې عالمه! اې خپیره!
اې الله! اې فتاحه! اې بصیره!
لَا تَحْرِمْنَا فَتْحَكَ الْمُبِينَا
موږ له خپلې ښکاره بریا څخه مه بې برخې کوه
اللَّهُ يَا ظَاهِرُ يَا جَلِيلُ
اللَّهُ يَا بَاطِنُ يَا وَكِيلُ
اې الله! اې ظاهره! اې جلیله!
اې الله! اې باطنه! اې وکیله!
اللَّهُ يَا صَادِقُ يَا جَمِيلُ
اللَّهُ يَا حَافِظُ يَا كَفِيلُ
اې الله! اې صادقه! اې جمیله!
اې الله! اې حافظه! اې کفیله!
كُنْ حَافِظًا لَنَا وَكُنْ مُعِينَا
زموږ ساتونکی او زموږ مرستندوی شه
اللَّهُ يَا غَنِيُّ يَا حَمِيدُ
اللَّهُ يَا مُغْنِي وَيَا رَشِيدُ
اې الله! اې غني! اې حمیده!
اې الله! اې مغني! اې رشیده!
اللَّهُ يَا مُبْدِئُ يَا مُعِيدُ
اللَّهُ يَا عَزِيزُ يَا مَجِيدُ
اې الله! اې مبدئ! اې معیده!
اې الله! اې عزیزه! اې مجیده!
لِعِزِّكَ الْتَّوْحِيدُ يَشْكُو الْهُوْنَا
ستا د عزت په خاطر، توحید له سپکاوي شکایت کوي
اللَّهُ يَا قَادِرُ يَا مُقْتَدِرُ
اللَّهُ يَا قَاهِرُ يَا مُؤَخِّرُ
اې الله! اې قادره! اې مقتدره!
اې الله! اې قاهره! اې مؤخره!
اللَّهُ يَا فَاطِرُ يَا مُصَوِّرُ
اللَّهُ يَا مُحْصِي وَيَا مُدَبِّرُ
اې الله! اې فاطره! اې مصوره!
اې الله! اې محصي! اې مدبره!
دَبِّرْ لَنَا وَدَمِّرِ الْعَادِينَا
زموږ چارې سمې کړه او تېری کوونکي هلاک کړه
اللَّهُ يَا دَائِمُ لَا يَمُوتُ
اللَّهُ يَا قَائِمُ لَا يَفُوتُ
اې الله! اې دایمه چې نه مري!
اې الله! اې قایمه چې هیڅ ترې نه پاتې کېږي
اللَّهُ يَا مُحْيِي وَيَا مُمِيتُ
اللَّهُ يَا مُغِيثُ يَا مُقِيتُ
اې الله! اې ژوندي کوونکیه! اې مړه کوونکیه!
اې الله! اې مغیثه! اې مقیته!
كُنْ غَوْثَنَا وَحِصْنَنَا الْحَصِينَا
زموږ فریادرس او زموږ کلکه کلا شه
اللَّهُ يَا بَاسِطُ أَنْتَ الْوَاسِعُ
اللَّهُ يَا قَابِضُ أَنْتَ الْمَانِعُ
اې الله! اې باسطه، ته پراخ یې!
اې الله! اې قابضه، ته منع کوونکی یې
اللَّهُ يَا خَالِقُ أَنْتَ الْجَامِعُ
اللَّهُ يَا خَافِضُ أَنْتَ الْرَّافِعُ
اې الله! اې خالقه، ته یو ځای کوونکی یې!
اې الله! اې خافضه، ته رافع یې
اِرْفَعْ مَعَالِينَا لِعِلِّيِّينَا
زموږ مقامونه تر ټولو لوړو درجو ته ورسوه
اللَّهُ ذُو الْمَعَارِجِ الْرَّفِيعُ
اللَّهُ يَا وَافِي وَيَا سَرِيعُ
اې الله! د معارج خاونده او ډېر لوړ!
اې الله! اې وفاداره! اې تېز حساب اخیستونکیه!
اللَّهُ يَا كَافِي وَيَا سَمِيعُ
يَا نُورُ يَا هَادِي وَيَا بَدِيعُ
اې الله! اې کافي! اې اورېدونکیه!
اې نوره! اې هادي! اې بدیع!
أَدَّبْتَنَا بِمَا جَرَى يَكْفِينَا
هغه څه چې پر موږ تېر شول زموږ د ادب لپاره کافي دي
اللَّهُ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
اللَّهُ ذُو الْطَّوْلِ عَلَى الْدَّوَامِ
اې الله! د جلال او اکرام خاونده!
اې الله! د تلپاتې پیرزوینو خاونده
اللَّهُ يَا ذَا الْفَضْلِ وَالْإِنْعَامِ
وَالْسَّيِّدُ الْمِطْلَقُ لِلْأَنَامِ
اې الله! د فضل او انعام خاونده!
او د ټولو مخلوقاتو مطلق واکمنه
ارْحَمْ عَبَيْدًا لَكَ عَابِدِينَا
پر هغو بنده ګانو رحم وکړه چې ستا عبادت کوي
اللَّهُ يَا أَوَّلُ أَنْتَ الْوَاحِدُ
اللَّهُ يَا آخِرُ أَنْتَ الْرَّاشِدُ
اې الله! اې اوله، ته یوازینی یې!
اې الله! اې اخره، ته سمه لاره ښوونکی یې
يَا وِتْرُ يَا مُتَكَبِّرُ يَا وَاجِدُ
يَا بَرُّ يَا مُتَفَضِّلُ يَا مَاجِدُ
اې وتره! اې متکبره! اې واجده!
اې نېکخواه! اې فضل کوونکیه! اې ماجده!
بِفَضْلِكَ اقْبَلْنَا عَلَى مَا فِينَا
په خپل فضل مو قبول کړه، سره له دې چې په موږ کې څه دي
اللَّهُ يَا مُبِينُ يَا وَدُودُ
اللَّهُ يَا مُحِيطُ يَا شَهِيدُ
اې الله! اې څرګنده! اې ودوده!
اې الله! اې محیط! اې شاهد!
اللَّهُ يَا مَتِينُ يَا شَدِيدُ
يَا مَنْ هُوَ الْفَعَّالُ مَا يُرِيدُ
اې الله! اې متینه! اې په عذاب کې سخت!
اې هغه ذاته چې هر څه وغواړي ترسره کوي یې
إِنَّا ضِعَافٌ لَكَ قَدْ لَجِينَا
موږ کمزوري یو او تاته مو پناه دروړې ده
اللَّهُ يَا مُعِزُّ يَا مُقَدِّمُ
اللَّهُ يَا مُذِلُّ يَا مُنْتَقِمُ
اې الله! اې معزه! اې وړاندې کوونکیه!
اې الله! اې مذله! اې غچ اخیستونکیه!
الْبَادِئُ الْبَاقِي فَلَا يَنْعَدِمُ
الْمُحْسِنُ الْوَالِي الْحَفِيظُ الْأَكْرَمُ
پیلوونکی، تلپاتی چې نه فنا کېږي
نېکي کوونکی، واکمن، ساتونکی او ډېر کریم
ليسَ لَنَا سِوَاكَ مَنْ يَحْمِينَا
ستا نه پرته زموږ بل څوک نشته چې ساتنه مو وکړي
اللَّهُ يَا وَارِثُ أَنْتَ الْأَبَدُ
اللَّهُ يَا بَاعِثُ أَنْتَ الْأَحَدُ
اې الله! اې وارثه، ته ابدي یې!
اې الله! اې باعثه، ته یوازینی یې
يَا مَالِكَ الْمُلْكِ الْإِلَهُ الْصَّمَدُ
لَا كُفُوءٌ لَا وَالِدٌ لَا وَلَدُ
اې د ملک واکمنه، اې معبوده، اې صمده!
نه سیال لرې، نه پلار او نه زوی
كُفَّ الْعِدَا عَنَّا فَقَدْ أُوذِينَا
دښمنان له موږ څخه وګرځوه ځکه چې موږ ته زیان رسېدلی
اللَّهُ يَا غَالِبُ يَا قَهَّارُ
اللَّهُ يَا نَافِعُ أَنْتَ الْضَّارُّ
اې الله! اې غالبه! اې قهاره!
اې الله! اې ګټه رسوونکیه، ته تاوان رسوونکی یې
اللَّهُ يَا بَارِئُ يَا غَفَّارُ
يَا رَبُّ يَا ذَا الْقُوَّةِ الْجَبَّارُ
اې الله! اې باري! اې غفاره!
اې ربه! اې د قدرت خاونده او جبار ذاته!
قَوِّمْ لَنَا الْدُّنْيَا وَقَوِّ الْدِّينَا
زموږ دنیا سمه کړه او دین مو پیاوړی کړه
اللَّهُ رَبُّ الْعِزَّةِ الْسَّلَامُ
الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَلَّامُ
اې الله! د عزت رب، د سلامتی خاونده!
مؤمن، مهیمن او ډېر پوه
ذُو الْرَّحْمَةِ الْأَعْلَى الْأَعَزُّ التَّامُّ
مَنْ دِينُهُ الْحَقُّ هُوَ الْإِسْلَامُ
د رحمت خاونده، لوړ رتبه، ډېر عزیز او کامل!
هغه ذات چې حق دین یې اسلام دی
قَيِّضْ لَهُ الْلَّهُمَّ نَاصِرِينَا
نو اې الله! د دې لپاره مرستندویان وټاکه
اللَّهُ أَنْتَ الْمُتَعَالِي الْحَكَمُ
الْفَرْدُ ذُو الْعَرْشِ الْوَلِيُّ الْأَحْكَمُ
اې الله! ته متعال او حکم کوونکی یې!
بې جوړې، د عرش خاوند، سرپرست او ډېر حکیم
الْغَافِرُ الْمُعْطِي الْجَوَادُ الْمُنْعِمُ
الْعَادِلُ الْعَدْلُ الْصَّبُورُ الْأَرْحَمُ
بښونکی، ورکوونکی، سخی او نعمت ورکوونکی
عادل، د عدل خاوند، صابر او ډېر رحم لرونکی
مَكِّنْ لَنَا فِي أَرْضِنَا تَمْكِينَا
موږ ته په خپله ځمکه کې واک او ثبات راکړه
اللَّهُ يَا قُدُّوسُ يَا بُرْهَانُ
يَا بَرُّ يَا حَنَّانُ يَا مَنَّانُ
اې الله! اې قدوسه! اې برهانه!
اې نېکخواه! اې پر بنده ګانو مهربانه! اې منانه!
يَا حَقُّ يَا مُقْسِطُ يَا دَيَّانُ
تَبَارَكَتْ أَسْمَاؤُكَ الْحِسَانُ
اې حق ذاته! اې منصفه! اې قاضي!
برکتي دي ستا ښکلي نومونه
بِهَا قَرَعْنَا بَابَكَ الْمَصُونَا
په دغو نومونو مو ستا د ساتلې دروازې کوندې ووهلې
اللَّهُ يَا خَلَّاقُ يَا مُنِيبُ
اللَّهُ يَا رَزَّاقُ يَا حَسِيبُ
اې الله! اې لوی خالقه! اې هغه ذاته چې ټول ورګرځي!
اې الله! اې رزاقه! اې حسیبه!
اللَّهُ يَا قَرِيبُ يَا رَقِيبُ
الْمُسْتَعَانُ الْسَّامِعُ الْمُجِيبُ
اې الله! اې نږدې! اې څارونکیه!
اې هغه ذاته چې مرسته ترې غوښتل کېږي، اې اورېدونکیه، اې دعا قبلونکیه!
إِنَّا دَعَوْنَاكَ اسْتَجِبْ آمِينَا
موږ تاته دعا وکړه، نو قبوله یې کړه، آمین