هَذَا الْمَقَامُ الَّذِي لَاذَتْ بِهِ الْأُمَمُ
دا هغه مقام دی چې ملتونو ورته پناه وړې ده.
Ps
هَذَا الْمَقَامُ الَّذِي لَاذَتْ بِهِ الْأُمَمُ
وَأَذْعَنَتْ لِعُلَاهُ الْعُرْبُ وَالْعَجَمُ
دا هغه لوړ مقام دی چې امتونو ورته پناه وړې
او د ده عظمت ته عربو او عجمو سر ټيټ کړی دی
هَذَا مَقَامُ رَسُولِ اللَّهْ أَكْرَمُ مَنْ
جَاءَتْهُ مِنْ رَبِّهِ الْأَحْكَامُ وَالْحِكَمُ
دا د الله د رسول مقام دی، هغه تر ټولو مکرم
چې د خپل رب له لوري ورته احکام او حکمتونه راغلي دي
هَذَا مُحَمَّدُ الْهَادِي الَّذِي مُحِيَتْ
عَنَّا بِنُورِ هُدَاهُ الْظُّلْمُ وَ الْظُّلَمُ
دا محمد هادي دی چې زموږ له منځه یې
د خپل هدایت په نور تورتمونه او ظلمونه محوه کړل
هَذَا الَّذِي قَدْ سَمَا فَوْقَ الْسَّمَا
إِلَى مَقَامِ عِزٍّ تَنَاهَتْ دُونَهُ الْأُمَمُ
دا هغه ذات دی چې تر اسمانونو پورته عروج وکړ
د عزت هغه مقام ته چې نور ټول ترې لاندې پاتې شول
يَا سَيِّدِي يَا رَسُولَ اللَّهْ يَا أَمَلِي
يَا مَنْ أَلُوذُ بِهِ إِنْ زَلَّتِ الْقَدَمُ
اې زما سرداره، اې د الله رسوله، اې زما امیده
اې هغه ذاته چې پناه دروړم کله چې مې قدم وښويېږي
بِكَ اهْتَدَيْتُ إِلَى الْإِيمَانِ فَاتَّصَلَتْ
بِذَاكَ عِنْدِي مِنْ أَفْضَالِكَ الْنِّعَمُ
ستا په برکت مې ایمان ته لاره وموندله
او په همدې سبب ماته ستا د فضلونو نعمتونه راورسېدل
صَلَّى عَلَيْكَ إِلَهُ الْخَلْقِ مَا سَجَعَتْ
وَرْقٌ وَمَا هَطَلَتْ مِنْ سُحْبِهَا دِيَمُ
د کائناتو خالق دې پر تا درود ووايي تر هغو
چې مرغان بڼيږي او له ورېځو پرله پسې بارانونه اوري