مَعَانِي قَدْ بَدَتْ عِنْدِي غَرِيبَهْ
ماته عجيبه معناوې څرګندې شوې
Ps
مَعَانِي قَدْ بَدَتْ عِنْدِي غَرِيبَهْ
وَمَا تُفْضِي إِلِيْهْ بَعْدُ أَغْرَبْ
عجیبه ماناوې راته څرګندې شوې
او کومې پایلې ته چې رسیږي هغه لا ډېرې عجیبه دي
مِنَحْ مِنْ فَضْلِ مَوْلَانَا عَجِيبَهْ
وَمَاذَا فِي عَطَاهُ لَيْسَ أَعْجَبْ
زموږ د مولا له فضله عجیبه لورینې دي
او د هغه په بې پایه پیرزوینو کې څه شی عجیبه نه دي؟
وَعِيدُ الْصَّبِ أَنْ يَلْقَى حَبِيبَهْ
وَسُبْحَانَ الَّذِي قَرَّبْ وَحَبَّبْ
د عاشق اختر د خپل محبوب لیدل دي
پاک دی هغه ذات چې موږ یې نږدې کړو او دا مینه یې راکړه
مَعِي أَقْوَامْ فِي أَعْلَى كَتِيبَهْ
لَهُمْ أَسْرَارْ لَا تُحْصَى وَتُكْتَبْ
له ما سره په لوړو رتبو کې داسې ملګري دي
چې بې شمېره او نا لیکل شوي معنوي رازونه لري
مَوَاهِبْ عَالِيَةْ مَا هِيْ كَسِيبَهْ
وَإِحْسَانُ الْمُهَيْمِنْ لَيْسَ يُحْسَبْ
دا لوړې بخښنې دي چې په هڅو نه حاصلیږي
او د ساتونکي رب احسان په حساب کې نه راځي
وَمَنْ لُهْ سَابِقَهْ يُدْرِكْ نَصِيبَهْ
مُوَفَّى دُونَ أَنْ يَشْقَى وَيَتْعَبْ
د چا چې په ازل کې برخه وي هغه خپله برخه مومي
پوره ورته رسیږي بې له کومې سختۍ او ستړیا
وَنَفْحَةُ بَاسِطِ الْنَّعْمَى قَرِيبَهْ
تَعَرَّضْ يَا فَتَى مِنْهَا تَقَرَّبْ
د نعمتونو وېشونکي الهي وږمه رانږدې ده
اې ځوانه! ځان ورته مخ کړه او ور نږدې شه
عَسَى الْمَكْلُومْ أَنْ يَلْقَى طَبِيبَهْ
فَيُضْحِي الْعِيْشْ لُهْ أَطْيَبْ وَأَطْيَبْ
ښايي چې ټپي زړه خپل طبیب ومومي
نو ژوند به ورته تر هر څه خوږ او پاکیزه شي
وَصَلَّى اللهُ مَا أَفْهَامٌ نَجِيبَهْ
وَعَتْ قَوْلاً بِمَاءِ الْعَيْنِ يُكْتَبْ
د خدای درود دې وي تر هغو چې نجیب عقلونه
هغه وینا درک کړي چې د سترګو په اوښکو د لیکلو ده
عَلَى خَيْرِ الْوَرَى الْهَادِي حَبِيبِهْ
وَآلِهْ وَالَّذِي لِلْطُّهْرِ يَصْحَبْ
پر غوره مخلوق، لارښود او خپل محبوب باندې
او پر آل او هغو ټولو چې په پاکۍ کې ورسره مل دي