ْيَاجَمَالُه
Oh, How Beautiful He Is!
Ps
آه يَا جَمَالُه يَا جَمَالُهْ
سِيدْنَا النَّبِى يَا جَمَالُهْ
آه څومره ښکلی دی، څومره ښکلی دی!
آه څومره ښکلی دی، څومره ښکلی دی!
سِيدْنَا النَّبِى يَا جَمَالُهْ
زموږ سردار نبي، څومره ښکلی دی!
كَحِيلُ الطَّرْفِ حَبِيبِي لَوْ تَرَاهُ
ضَحُوكُ السِّنِّ لِلْعَاشِقِ رَمَاهُ
محبوب مې تور سترګی دی، کاشکې ته هغه ووینې!
په خپله مسکا سره مئین د حیرت او بې‌خودۍ په سمندر کې لاهو کوي
بَهِيُّ الطَّلْعَةْ فَالْمَوْلَى اصْطَفَاهُ
وَكُلُّ الْخَلْقِ أَنَارَ بِنُورِ طه
هغه روښانه څېره لري، ځکه نو مولا هغه غوره کړی دی
او ټول مخلوق د طه په نور روښانه دی
وَلَا ظِلُّ لَهُ بَلْ كَانَ نُوْرَا
تَنَالَ الشَّمْسُ مِنْهُ هُوَ الْبُدُوْرَ
د هغه سیوری نه و، بلکې هغه په خپله نور و
لمر ترې خپله رڼا اخلي، په داسې حال کې چې هغه په خپله بشپړه سپوږمۍ ده
وَلَمْ يَكُنِ الْهُدَى لَوْلَاهُ ظُهُوْرَا
وَ كُلُّ الْكَوْنِ أَنَارَ بِنُوْرِ طَــــــهَ
که هغه نه وای، نو هدایت به هېڅکله نه وای څرګند شوی
او ټول کائنات د طه په نور منور دي
وَكَفُّ الْمُصْطَفَى كَالْوَرْدِ نَادِى
وَعِطْرُهَا يَبْقَى إِذَا مَسَّتْ أَيَادِى
د مصطفی لاس د یوه تازه او لوند ګل په څېر دی
او خوشبو یې پر هغو لاسونو پاتې کېږي چې ورسره مس شي
وَعَمَّ نَوَالُهَا كُلَّ الْعِبَادِ
حَبِيبُ اللهِ يَا خَيْرَ الْبَرَايَا
د هغه عامه سخاوت ټولو بندګانو ته ورسېد
اې د الله حبیبه، اې د ټولو مخلوقاتو غوره!
وَرِيقُ الْمُصْطَفَى يَشْفِي الْعَلِيلَ
وَعَيْنُ قَتَادَةَ خُذْهَا دَلِيلًا
د مصطفی لعاب مبارک رنځوران رغوي
ته د قتاده سترګه د دې خبرې لپاره دلیل وګڼه
تَفَلَ فِي الْبِئْرِ أَضْحَتْ سَلْسَبِيلًا
وَصَارَ لِصَحْبِهِ شَهْدًا مُدَامًا
هغه په څاه کې لاړې مبارکې تو کړې او هغه یوه روانه چینه شوه
او د خپلو ملګرو لپاره لکه د تلپاتې شاتو په څېر خوږه شوه