لِغَيْرِ جَمَالِكُمْ نَظَرِي حَرَامُ
ستاسو له جمال پرته بل لوري ته زما نظر حرام دی.
Ps
لِغَيْرِ جَمَالِكُمْ نَظَرِي حَرَامُ
وَغَيْرُ كَلَامُكُمْ عِنْدِي كِلَامُ
ستاسو له ښکلا پرته زما کتل حرام دي
او ستاسو له خبرو پرته نورې خبرې راته بې مانا دي
وَعُمْرُ الْنَّسْرِ مِنْكُمْ بَعْضُ يَوْمٍ
وَسَاعَةُ غَيْرِكُمْ عَامٌ فَعَامُ
له تاسو سره د عقاب عمر د ورځې يوه برخه ده
خو له نورو سره يوه شيبه کال په کال ده
وَصَبْرِي عَنْكُمُ شَيْءٌ مُحَالٌ
وَمَا لِي قَاتِلٌ إِلَّا الْفِطَامُ
له تاسو څخه زما صبر يو ناشونی کار دی
او زما وژونکی له بېلتون پرته بل څه نه دی
إِذَا عَايَنْتُكُمْ زَالَتْ هُمُومِيْ
وَإِنْ غِبْتُمْ دَنَا مِنِّيْ الْحِمَامُ
کله چې مو ووينم نو ټول غمونه مې ختم شي
او که رانه غايب شئ نو مرګ راته رانږدې شي
أَوَدُّ بِأَنْ أَكُونَ لَكُمْ جَلِيسًا
وَتُنْصَبَ لِي بِرَبْعِكُمُ خِيَامُ
هيله مې ده چې ستاسو د محفل ملګری شم
او ستاسو په مېنه کې مې خېمې ودرول شي
فَدَاوُوا بِالْوِصَالِ مَرِيضَ هَجْرٍ
يَهِيمُ بِكُمْ إِذَا سَجَعَ الْحَمَامُ
د هجران د ناروغ په وصال سره درملنه وکړئ
هغه چې ستاسو په عشق کې د کوترو په نغمو سرګردانه دی
حَدِيثُ غَرَامِهِ فِيكُمْ قَدِيمٌ
وَمَلْبَسُهُ مِنَ الْحُبِّ الْسِّقَامُ
ستاسو په مينه کې زما د زړه کيسه پخوانۍ ده
او د مينې له امله مې د ناروغۍ لباس اغوستی دی
فَأَنْتُمْ فِي الْأُصُولِ أَجَلُّ أَصْلٍ
إِذَا شِئْتُمْ تَحَصَّلَ لِي الْمَرَامُ
په اصل او رېښه کې تاسو تر ټولو عالي يئ
که ستاسو رضا وي نو زما مراد به تر لاسه شي
بِكُمْ صَعْبُ الْأُمُورِ يَعُودُ سَهْلًا
فَبِالْإِحْسَانِ جُودُوا يَا كِرَامُ
ستاسو په وسيله ګران کارونه اسانېږي
نو اې عزتمنو! په خپل احسان سره سخاوت وکړئ
وَلَيْسَ سِوَاكُمُ لِلْجُودِ أَهْلًا
فَكَيْفَ نَزِيلُ سُوحِكُمُ يُضَامُ
له تاسو پرته بل څوک د جود او کرم وړ نه دی
نو ستاسو د درشل مېلمه به څنګه وځورول شي؟